بلخ کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل د سلواغې ۴مه. باختر
د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د فوټبال غوره لیګ پیل شوې سیالۍ د کود و برق لوبدلې په بریا پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدنې روزنې او سپورټ امریت یو مسوول حمیدګل لېوال باختر اژانس ته ویلي، چې درې میاشتې وړاندې په دغه ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیک سیالۍ پیل شوې وې، چې د کود و برق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
نوموړي د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه او د فوټبال لوبې د غورو لوبغاړو پېژندل ښودلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په غور ولایت کې هم د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.