خبرونهفرهنګTOPښوونه او روزنه

بلخ کې د فریلانسینګ دوهم پړاو تخصصي زده ‌کړو ښوونیز مرکز پرانيستل شو

کابل د زمري ۱۹مه، باختر

په بلخ کې د فریلانسینګ پروګرام له لارې د شمال زون په کچه لسګونه ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د فریلانسینګ ښوونیز مرکز پرانیسته وکړه او ویلي یې دي، چې د شمال د پنځو زونونو په کچه به په کې لسګونه ځوانانو ته د یوه کال په موده کې د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي.

راشد زیاته کړې، چې په دغه ولایت کې یې ځوانانو ته د تخصصي او کاري فرصتونو برابرولو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې، چې په راتلونکې کې به  نور ولایتونو ته هم د یاد پروګرام لړۍ وغځول شي.

هېره دې نه وي، چې د شمال زون په کچه یادو کسانو ته د اوسېدو لپاره ځاي(لیلیې)، ډوډۍ، برېښنا او انټرنټي اسانتیاوې هم په نظر کې نیول شوې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته