کابل، د زمري ۱۵ مه، باختر
د بلخ په چارکینت ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۵ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه.
د یاد ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رییس مولوي سردار محمد محمدي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په چارکینت ولسوالۍ کې د رجب علي او عزیزخان کورنیو ترمنځ له ۵ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه.
نوموړۍ زیاته کړې، چې په دغو کلونو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او اوسمهال د یاد ولایت د سیمه ییزو مسوولینو له لورې ورته د پای ټکی کېښودل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامې امارت په بیا واکمنېدو سره د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ خپل منځي شخړې او دښنمۍ په دوستۍ بدلې شوي دي.