بلخ کې د دوو کورنيو ترمنځ له ۳۵ کلونو دښمنۍ وروسته روغه وشوه

کابل, د لېندۍ ۲۴ مه, باختر
د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ په منګلولي کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ له ۳۵ کلونو دښمنۍ وروستع روغه وشوه.
دغه دښمني چې د ګلبدين او عبدالوهاب کورنيو ترمنځ د یوه کس د قتل له امله رامنځته شوې وه, له ۳۵ کلونو وروسته د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا په هدایت او د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په سرپرستۍ او د دې ولايت سیمه ییزو مسؤلینو په منځګړیتوب حل شوه.
ښاغلي محمدي د یادو کورنیو د روغې جوړې په مراسمو کې ویلي :”مونږ هڅه کوو چې په دې ولايت کې شته دښمنۍ او بدۍ د علماوو او قومي مخورو مشرانو په ملتيا حل و فصل او په دوستۍ بدلې کړو”.
ښاغلي محمدي همدارنګه زیاته کړې:”د اسلامي امارت په تېره دوره کې مو په دې ولایت کې لس ګونه شخصي بدۍ او دښمنۍ حل و فصل کړي او دا لړۍ به نوره هم ادامه پيدا کړي”.
همدارنګه د بلخ ولايت مرافعې محکمې مرستيال شیخ فریدالدین حقاني د خپلو خبرو پرمهال وويل: “الحمدالله د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره سم په ټول هېواد کې د حکومتي مسؤلینو او قومي مشرانو پر مټ د هغو کورنیو ترمنځ سولې او دوستۍ دوام لري چې له کلونو راپدېخوا د هغوی ترمنځ شخړې او دښمني دوام درلود”.
ورته مهال بيا د پخلا شويو کورنيو غړيو هر يو ګلبدين او عبدالوهاب په نوبتي ډول خبرې وکړې او ویې ویل:”د بدۍ او دښمنۍ ژوند ډېر تريخ او د کړاونو ډک تېرېدلو سربېره اقتصادي او روحي وضعيت په کې خراب شوی‌ وو”.
همداراز دوی د قومي مخورو مشرانو او د حکومتي مسؤلینو څخه خوښي وښوده چې د هغوی بدۍ په حل کولو کې ستونزې او زحمتونه ګاللي او ياده دښمني يې د تل لپاره په دوستۍ بدله کړه.
د يادونې وړ ده چې بلخ کې په دې وروستيو کې لسګونه شخصي دښمنۍ او بدۍ د ځايې مسئولینو، علماوو او قومي مخورو مشرانو په منځګړتوب حل او د تل لپاره په دوستۍ بدلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته