خبرونهاقتصادټولنه

بلخ کې د دوو ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د مرغومې ۱۸ مه، باختر

د بلخ ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، د یاد ولایت د چمتال او چهاربولک ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک د یو میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي یارمحمد شبیر ویلي چې دغه سړک د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا په لارښوونه د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په بریا سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیارغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته