بلخ کې د ترافیکي پېښې له کبله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر
د بلخ امنیتي مسوولینو د یاد ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله لسو تنو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبرورکړی دی.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ محمدعیسی وثیق د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په حسن علي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي څرګنده کړه، چې دغه پېښه له یو کرولا موټر سره د پیکنیک موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده چې د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري ابن سینا بلخي روغتون لېږدول شوي دي.