خبرونهاقتصادفرهنګTOP

بلخ ته په تېرو ۹ میاشتو کې له ۷۰۰ زیات بهرني سیلانیان تللي دي

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې د ۶۰ هېوادونه څه باندې ۷۰۰ بهرنیو سیلانیانو له یاد ولایت څخه لیدنه کړې ده.
د یاد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی آمر عبدالواحد احدي له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې په بلخ کې د بهرنيو سيلانيانو په شمير کې د پام وړ زياتوالی راغلی او د نړۍ له ۶۰ هېوادونو وګړو دغه ولایت ته ورغلي دي.
د احدي په خبره، په تېرو نهو مياشتو کې ۷۲۳ تنه بهرني سیلانیان چې ۱۷۰ تنه يې ښځې دي د یاد ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
نوموړي وویل چې د ګرځندوى شرکتونو د جوازونو د وېش او د سيلانيانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له درکه یې څه باندې يو ميليون ۷۰۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
په همدې حال کې يو شمېر سيلانيانو له باختر آژانس سره په خبرو کې په دغه هېواد کې د اسلامي امارت له خوا د بشپړ امنيت له تامينولو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله بډايه فرهنګ او تاریخي ځایونه لري چې د سیلانیانو پام یې ځانته اړولی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته