کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦مه
د بلخ ادبي خوځښت له خوا د ارواښاد کاکړ په وير غونډه کې د پوهاند محمد حسن کاکړ مړينه ستره ضايعه وبلله.
د بلخ پوهنتون استاد او فرهنګي شخصيت پوهندوی غلام فاروق خپلواک په دغو مراسمو کې د اروښاد پوهاند محمد حسن کاکړ دشخصيت په باب خبرې وکړې.
ده وويل، چې پوهاند محمد حسن کاکړ نه يوازې تاريخ ليکوونکی و، بلکې د تاريخ د تحليل استعداد يې هم درلود.
استاد خپلواک سربېره پر دې، چې د پوهاند کاکړ په مړينه يې انديښنه څرګند کړه؛ ټينګار يې وکړ، چې راتلوونکی نسل بايد په دې برخه کې بېسارې هڅې وکړي او د تاريخ هره کرښه په واقعي او حقيقي ډول افغانانو ته ورسوي.
د بلخ د ولايتي شورا غړي ذبيح الله کاکړ چې په دې غونډه کې يې وينا کوله وويل، د پوهاند محمد حسن کاکړ د پوهې تر اغيز لاندې راغلی دی.
ده د پوهاند محمد حسن کاکړ مړينه يوه ضايعه وبلله او ځوانانو ته يې وويل، چې د ارواښاد کاکړ په پل، پل واخلي او د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار وکړي.
د بلخ ولايت د تخنيکي او سکتوري چارو مسوول ذبيح الله اختري بيا وويل، چې پوهاند محمد حسن کاکړ يو علمي شخصيت و، چې د سيمې په کچه يې درناوی کېده.
د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس د پوهاند محمد حسن کاکړ د وير په اړه جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې ارواښاد کاکړ هڅه وکړه د لوی افغانستان په تاريخي اړخونو باندې ښې څېړنې وکړې.
ده وويل، چې کاکړ دغه حقيقت په ښه توګه بيان کړ، چې د افغانانو ترمنځ تپل شوې- ډيورنډ کرښه کوم حقيقت نه لري.
د يادونې وړ ده چې ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ په پښتو ، انګليسي او دري ژبو د افغانستان، افغانانو او تاريخ په اړه لسګونه کتابونه، ژباړلې او سلګونه مقالې ليکلې دي. پوهاند کاکړ د روان کال د مرغومي په ۱۷مه، په جلا وطنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
1 1 دقیقه لوستل