بلخ؛ د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سیمنټو فابریکه جوړېږي

کابل د لړم ۲۶مه، باختر

د بلخ ولایت ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې دوه افغان او چینایي شرکتونو د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سیمنټو په برخه کې د یوې کارخونې جوړېدو تکل لري.

د یاد ولایت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په دغه ولایت کې دوه افغان او چینایي شرکتونو د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سیمنټو په برخه کې د یوې فابریکې د جوړېدو تکل کړی دی.

نوموړي زیاته  کړې، چې دغه فابریکه پر ۳۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کلني ډول به یو میلیون ټنه سیمنټ تولید کړي او د افغانستان په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو د سیمنټو اړتیا پوره او ۱۰۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې فابریکې په  جوړېدو سره به هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو د سیمنټو واردات را کم او افغانستان د ځان بسیایني په لور چټګ ګامونه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته