بلخ؛ د ویاندویانو، نشراتي مسوولینو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ ښوونیز سیمینار پیل شو

کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا په بلخ کې د شمال زون په کچه د فاریاب، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو د دولتي ویاندویانو، نشراتي مسوولینو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ ښوونیز دوه ورځنی سیمینار پیل شوی دی.

د دغه سیمینار په پرانیستغونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت کفیل او د باختر اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل ویلي، چې هڅه کوي د رسنیو له لارې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي.

نوموړي وياندويان مکلف ګڼلي، چې له رسنيو سره خپلې اړيکې پياوړې کړي، ترڅو له رسنيو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.

Ps20241172 1

ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس مولوي رحمت الله نړیوال د سیمینار ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د لوستلو ترڅنګ، ویاندویانو ته لارښوونې وکړې، چې د اسلامي امارت پالیسیو اړوند موضوعات باید په وخت او دقت سره خپاره کړي.

همداراز د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني ویلي، چې رسنۍ د ټولنې سترګې ګڼل کېږي او د هېوادونو په برخلیک کې مهم رول لوبوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې رسنۍ باید ملي ګټو ته په کتو د معلوماتو په رسولو کې پوره پام وکړي.

په پای کې له مرکز څخه ورغلي پلاوي ژمنه کړې، چې د شمال زون په کچه د ولایتي ویاندویانو او د رسنیو مسوولینو ستونزو او وړاندیزونو ته به رسېدنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته