بلجيمي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
بلجيمي ځواکونه په افغانستان کې له شپږ کلن پوځي ماموريت وروسته له دغه هيواد څخه ووتل او خپلو کورونو ته ستانه شول .
بلجيم په افغانستان کې څه د پاسه ١٠٠ تنه پوځيان درلودل چې زياتره يې د هيواد په شمال د مزاشريف په ښارکې ځاى پرځاى وو. دغه هيواد دغه راز له تروريزم سره د مبارزې لپاره خپل جنګي الوتکې قندهار ته ليږلې وې.
د بلجيم د پوځ د ګډې قوماندانۍ رييس جنرال جراردمن کلنبرګ خبريالانو ته وويل چې دغه هيواد په افغانستان کې خپل شپږ کلن پوځي شتون پاى ته ورساوه.
ده ددغه خبر په اعلامولو سره وويل چې هيواد يې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموريت له پاى ته رسيدو وروسته به د افغان ځواکونو د روزنې او سمبالولو او د بيارغاونې په لاره کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د بلجيم د دغه لوړپوړي پوځي مقام د څرګندونو له مخې: دغه هيواد خپل يو کوچنۍ پوځي قطعه د افغانستان د هوايي ترافيکو د کنترول په لاره کې د همکارۍ لپاره په مزارشريف ښارکې ساتي.
مخکې له دې د بريتانيا صدراعظم ديويدکارون ويلي و چې له مخکې څخه د اعلام شوي مهال ويش له مخې، د دغه هيواد ځواکونه د ٢٠١٤ ميلادي کال تر وروستيو پورې په افغانستان کې خپل اوږدمهال پوځي ماموريت پاى ته رسوي.
د بريتانيا صدراعظم وايي چې هيواد به يې د افغانستان د بنسټونو د جوړولو او د افغان پوځيانو د روزنې او سمبالولو په خاطر خپلو مرستوته دغه راز دوام ورکړي.
د ٢٠١٤ کال د پاى په درشل کې چې ناټو په افغانستان کې خپل اوږدمهال پوځي ماموريت پاى ته رسوي؛ له هيواد څخه د دغه تړون د غړو هيوادونو د پوځيانو وتل پيل شوي دي.
د افغانستان دولت هلې ځلې کوي چې له هيواد څخه د بهرنيو پوځيانو په وتلو سره د افغانستان د بيارغاونې او د افغان پوځيانو د روزنې او سمبالولو په خاطر د دغو هيوادونو ملاتړ جلب کړي .
افغان پوځي مقامات وايي چې د اردو او پوليسو موجود درې سوه زريز ځواکونه کولاى شي په يوازيتوب سره د خپل هيواد امنيت تامين کړي.
خو تراوسه پورې په پرمختللو سپکو او درندو وسلو د افغان ځواکونو د سمبالولو او د افغانستان د هوايي ځواکونو د احياکولو موضوع چې ناټو يې ژمنه کړې وه؛ نه ده حل  شوې او افغان ځواکونه دغه راز د ځواب ورکوونکي هوايي ځواک او په جنګي وسايلو او امکاناتو د سمبال ځمکنيو ځواکونو پرته په يوازيتوب له تروريزم سره مبارزې او د خپل هيواد د امنيت تامينولو ته دوام ورکوي .
پوځي کارپوهان په خپلو پښو د هيواد د دريدو لپاره يواځنۍ لاره د افغان ځواکونو سمبالول او د هوايي ځواکونو احيا کول بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته