خبرونهټولنهروغتیا

بغلان کې ۸ درملتونونه او دوه کتنځي د فعالیت جواز د نشتون له امله وتړل شول

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر

د بغلان د عامې روغتیا ریاست له لوري په مرکز پلخمري کې ۸ درملتونونه او دوه کتنځي له دې امله وتړل شول چې د فعالیت جوازونه یې نه لرل او یا هم په کې تاریخ تېره درملو شتون درلود.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو د برخې همغږي کوونکي عبدالله ملنګ وویل، چې د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قانون د پلي کېدو او درملو مدیریت له لوري چې د بېلابېلو ادارو استازو شتون درلوده تر بررسۍ وروسته ۷ درملتونونه او دوه کتنځي له دې امله وتړل شول چې د فعالیت جواز یې نه درلوده او دغه راز په یوه بل درملتون کې تاریخ تېره درملو شتون درلود.

ملنګ زیاته کړه، چې په دوامداره ډول په بغلان ولایت کې له ټولو درملتونونو، کتنځیو او دغه راز له خصوصي روغتونونو نظارت ترسره کوي او هغه چې د روغتیايي اصولو سره سم فعالیت نه لري د عامې روغتیا ریاست له لوري یې فعالیت ځنډول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته