خبرونهټولنهروغتیا

بغلان کې ۲۰ روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل شوي

کابل، د وږی ۱۴ مه، باختر

د بغلان د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې منسوبینو د دغه ولایت د ښار له ناحیو څخه د ۲۰ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیرملا محمد نبي کامران د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یادو منسوبینو د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار له ناحیو څخه د یو لړعملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د درمنلې په موخه یې د درملنې کمپونوته لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا دغه روږدي کسان به له ۳ میاشتنۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د یادونې وړده، چې په یاد ولایت کې په تېرو دوو کلونو کې په نشه يي توکو ۳۵۰۰  اخته کسان راټول او له درملنې وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته