بغلان کې په ۲۰ کارخونو کې شپږ ډوله نباتي غوړي تولیدېږي
پلخمري، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
په بغلان کې له ۲۰ څخه زیاتو وړو او سترو کارخونو کې شپږ ډوله خالص نباتي غوړي تولیدېږي، چې چګد، کنجد او زغر یې مشهور دي.
د زغر غوړیو د یوې کارخونې مسوول محمد یار باختر اژانس ته وویل، چې په دغه ولایت کې درې سترې او شل وړې د غوړیو تولیدي کارخونې فعالیت لري، چې د ټولټال ۷۰ کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د چګد، کنجد او زغر غوړي په لوړ کیفیت او ارزانه بیه عرضه کېږي او د خلکو علاقهمندي ورځ تر بلې زیاتېږي.
ورته مهال، د بغلان د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول محمد ولي امرخېل وایي، چې روان کال په دې ولایت کې پر ۶ زره هکتاره ځمکه زغر کرل شوي، چې له هغې څخه شاوخوا ۳ زره ۸۷۵ مټریکه ټنه حاصلات ترلاسه او د تېر په پرتله ۷۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کرنې برخې شنونکي بیا وايي، چې د هېواد کورني غوړي د بهرنیو غوړیو په پرتله ارزانه او روغتیا ته زیان نه رسوي او ټول باید د هېواد د اقتصاد د ملاتړ او د روغتیا ساتنې لپاره له کورنیو تولیداتو کار واخلي.