بغلان کې په نشه يي توکو ۲۲ روږدي کسان راټول کړل شول

کابل، د سلواغې ۲۴ مه، باختر
د بغلان امنیتي مسوولینو په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د ۲۲ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد نبي کامران د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یادې قوماندانۍ د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې پولیسو د یولړ عملیاتو په ترڅ کې په نشه يي توکو ۲۲ روږدي کسان د یاد ولایت د مرکز پلخمري ښار له مربوطاتو څخه راټول او د درملنې کمپونو ته معرفي کړي دي، چې له ۴۵ ورځو درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي
د یادونې وړ ده، چې په بغلان کې د تېرو دوو کلونو په بهیر کې په نشه يي توکود نږدې ۳۵۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې او عادي ژوند ته را ستانه شوي دي.