بغلان کې په نشه يي توکو د ۵۶ روږدو کسانو درملنه وشوه
کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر
د بغلان د نشه يي توکو پر وداندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر دوام، ۵۶ نور روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت کړي دي.
د یاد ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد نبي کامران باختر آژانس ته وویل چې دغه روږدي کسان پخوا د پلخمري ښار له بېلابېلو سيمو څخه راټول او د درملنې کمپونو ته معرفي شوي وو، چې له ۴۵ ورځو درملنې وروسته بېرته روغ او عادي ژوند ته راستانه شول.
د کامران په وينا، اوس مهال په نشه يي توکو کوم روږدي کس بهر نه پاتې کېږي او د ژمي موسم په را رسېدو سره په نشه يي توکو د ټولو روږدو کسانو درملنه په دوو کمپونو کې کېږي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په بغلان کې د نږدې ٣۴٠٠ روږدو کسانو درملنه شوې او بېرته عادي ژوند ته راستانه شوي دي.