خبرونهټولنهروغتیا

بغلان کې په نشه يي توکو د روږدو ۳۱ کسانو درملنه وشوه

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

د بغلان امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، په نشه يي توکو روږدي ۳۱ کسان یې چې  د پلخمري ښار له څنډو راټول او د درمنلې مرکز ته یې لېږدولي  وو تر درملنې وروسته خپلو کورونه ته ستانه شول.

د دغه ولایت امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني وايي، چې  یاد ۳۱ کسان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري د درملنې کمپ ته لېږدول شوي وو چې تازه یې د درمنلې چارې بشپړې او له کمپ فارغ شول.

برهاني زیاته کړه چې تر دې وړاندې یې هم ۵۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان تر ۶۰ ورځو درملنې وروسته فارغ او له کمپونو رخصت کړي وو.

ورته مهال د بغلان اوسېدونکي وايي، چې امنیتي ځواکونو باید د نشه يي توکو راټولولو او درملنې ته دوام ورکړي څو په  ښارونو کې  د روږدو کسانو شمیر صفر ته راټیټ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته