بغلان کې ( په افغانستان کې د شوري ماتې) تر سرلیک لاندې د غېږنیونې سیالۍ پیل شوې
کابل، د سلواغې ۲۸ مه، باختر
د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ( په افغانستان کې د شوري ماتې) تر سرلیک لاندې د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمر قاري محمد امیر امیري وویل چې دغه لوبې په مرکز پلخمري کې ترسره شوې، چې ۵۶ لوبغاړو په کې برخه اخیستې وه.
امیري زیاته کړه، چې د پخوانیو ویاړو او قربانیو یادونه، د غیږنیونې د سیالۍ وده او پراختیا د دې سیالۍ اصلي موخې وې.