خبرونهاقتصادټولنه

بغلان کې هغه ښي لاس وسایط درول کېږي چې تر دې مه یې پلېټونه نه وي اخیستي

کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر

د بغلان د ترافیکو مدیریت مسؤلین وايي، چې د ګرځنډه چک پاینټونو په جوړولو سره هغه ښي لاس وسایط  چې په دغه مدیریت کې ثبت شوي وي تر هغې دروي ، تر څو یې چې پلېټونه نه وي ترلاسه کړي.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي وايي، چې په دې ولایت کې یې تر ۱۵۰۰۰ زیات موټر ثبت کړي، خو زیاتوي چې د ګڼو وسایطو پلېټونه له مرکز کابل څخه د دې ولایت ترافیکو مدیریت ته رالېږدول شوي او موټرچلوونکي ډېر زړه نه ښه کوي چې خپل پلېټونه تر لاسه کړي.

عابدي وویل، چې په ګرځنډه چک پاینټونو کې به ټول هغه وسایط ودروي چې د ترافیکو مدیریت څخه یې پلېټونه نه دي تر لاسه کړي.

په بغلان ولایت کې موټرچلوونکی یارمحمد وايي، چې د موټرو د ثبت او پلېټونو د وېش د بهیر له پیل سره سم په دې ولایت کې د وسایطو غلاوې راکمې شوي او دوی په ډېرو اسانتیاوو سره د ترافیکو مدیریت څخه د خپلو وسایطو لپاره پلېټونه ترلاسه کوي.

د بغلان بل اوسېدونکی ګزار وايي، چې د پلېټ په ترلاسه کولو سره یې وسایط قانوني شوي او دوی پرته له هر راز قانوني خنډ څخه د هېواد بیلابیلو سیمو ته پکې سفرونه کوي.

د بغلان د ترافیکو مدیریت وايي، چې د سټېکر شوو وسایطو د درولو او دغه راز د پلېټونو د ښه ویش په موخه اړ شوي څو ګرځنډه چک پاینټونه جوړ کړي چې موټر چلوونکي اړ شي او خپل پلېټونه تر لاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته