بغلان کې نږدې ۱۰۰۰ مالدارانو سره مرستې وشوې

کابل، د سلواغې ۱۷ مه، باختر

د بغلان د کرنې، اوبولګواو مالدارۍ ریاست په همغږۍ د « لاس په لاس » دفتر له لوري د دې ولایت په درې ولسوالیو کې له نږدې ۱۰۰۰ بزګرو سره د څارویو د خوراکي کڅوړو او نغدي پیسو مرستې وشوې.

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو د برخې مسؤل ولي امرخېل وویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د « لاس په لاس » دفتر له لوري د دې ولایت په نهرین، مرکزي بغلان او پلخمري ولسوالیو کې له ۹۹۳ مالدارانو سره مرستې وکړې.

آمرخېل زیاته کړه، چې په دې مرسته کې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه حیواني کونجاړه/ جیره او ۵۸۵۰ افغانۍ ورکړل شوي، چې ۲۵۲ مالدارانو ته په پلخمري کې،  ۴۴۱ ته په مرکزي بغلان کې او ۳۰۰ تنه مالدارانو ته په نهرین کې دغه مرستې وېشل شوې دي.

د بغلان مالدارانو چې دغه مرستې ترلاسه کړي دي، غوښتنه کوي، چې لا زیاتې مرستې باید ورسره وشي، ځکه کلونه وچکالۍ او نورو موسمي ناروغیو د دوی مالدارۍ زیانمنه کړې او د ودې په موخه یې باید د دوی لاسنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته