بغلان کې لسګونه پولیس له مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شول

کابل، د مرغومې ۲۶ مه، باختر
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ له تعلیمي ټولي څخه ۵۰ پولیس له دوه میاشتني مسلکي او عقیدتي دورې وروسته فارغ شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ مرستیال ملا عبادالله معاذ د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه فارغ شوي پولیس به د پولیسو په بېلا بېلو برخو کې د خلکو د خدمت لپاره وګومارل شي او له فارغ شویو پولیسو څخه وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
په ورته وخت کې دوه تنه فارغ شوي پولیس فرزاد او فرید الله وايي، چې د ۸ اونیو په بهیر کې د وسلې د تخنیک، پیرې، ګزمې او پلټنې او نورو عقیدتي موضوعاتو په برخو کې زده کړې کړي، چې د قانون د تنفیذ په موخه به یې عملي کړي.