خبرونهټولنهTOP

بغلان کې سېلابونو عامه تاسیساتو او خلکو ته سخت زیانونه اړولي

کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر

 د بغلان والي او د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې راوتو سېلابونو د بغلان په ګڼو ولسوالیو کې پلونه، پلچکونه، روغتونونه، ښوونځي، لویې لارې او په دې سربېره د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړي او په جدي توګه د بېړنیو مرستو پرځای اساسي مرستو ته اړتیا ده.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس او د مرستو راټولو کمېټې غړی مولوي اسدالله مصطفی هاشمي  چې راوتو سېلابونو د بغلان په ګڼو ولسوالیو کې لسګونه پلونه، ګڼ پلچکونه،  روغتونونه، ښوونځي، کوچنې او فرعي لارې او په دې سربېره د خلکو کورونه او  څه باندې ۱۲۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې  ویجاړې کړي، چې دا هرڅه په جدي توګه د اساسي مرستو په را استولو سره جوړولو ته اړتیا لري.

هاشمي وویل، چې بېړنۍ مرستې په بېلابېلو خوراکي، روغتیايي، د سېلاب ځپلو د لېږد او نورو برخو کې ترسره شوي او اوس وخت د دې رارسېدلی څو د خلکو لپاره د استوګنې د کورونو جوړولو، د ویجاړو شوو لارو او بندونو د بیا جوړولو غم وخوړل شي.

ورته مهال د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، چې د بغلان ولسي خلک راوتو سېلابونو په ډېر شدید ډول زیانمن کړي او غوښتنه یې وکړه چې د حکومت تر څنګ دې شتمن کسان، ملي سوداګر او نادولتي سازمانونه له دې سېلاب ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي

د بغلان اوسېدونکی قاري ګلبدین چې کور یې په لقیانو سیمه کې ویجاړ شوی هم د بېړنیو مرستو پر ځای د اساسي مرستو د وېش غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته