بغلان کې سږکال د مڼو حاصلات ډېر شوي

کابل، د لړم ۲۶مه، باختر 

بغلان کې د مڼو بڼوال اوسوداګر وایي سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ډېر، خو بیې یې  د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه ټیټې شوې دي. 

بغلان ولایت د اندراب د دهصلاح ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالولي وایي سږ کال د مڼوحاصلات ډېرخو بازار یې کم رنګه دی. 

هغه وویل، چې تېرکال که حاصلات کم وه خو بیه یې ښه وه  ۷ کیلوګرامه مڼې په ۱۸۰ افغانۍ پیرل کیدلې، خو سږ کال حاصلات ډېردي بییه یې ټیټه ده سوداګر په بڼ کې اعلی درجه مڼې په ۸۰  افغانۍ پېري.

د دهصلاح ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمد سلیم هم ورته شکایت لري او وایي له ونو مې شا او خوا ۸۰۰ منه مڼې شکولي  او یوه اونۍ وشوه  چې له شنه اسمان لاندې پرځمکې پرتې دي  او د اخیستو یې څوک نشته.

هغه وویل، بغلان کې د میوو ساتلو لپاره سړې خونې نشته  او که  له ونو څنډل شوې مڼې څو نورې ورځې هم پرځمکه پرېږدو خرابېږي، نو  اړ یو چې په هره بیه وي باید وې پلورم.

ورته مهال د مڼو سوداګرعبدالمدثروایي سږ کال هېواد دننه د مڼو تقاضا اوله هېواده بېرون یې صادرات کم دي چې له امله یې د  تېرکال په پرتله بیه ټیټه ده.

دی وایي د بغلان ولایت اندراب سیمې مڼې چې د شمالي ولایتونو بلخ، کندز، سمنګان او سرپل ولایتونو په مارکیټونو کې ښه نوم لري سږ کال یې تقاضا کمه ده.

بلخوا د بغلان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تخمونو د ترویج څانګې مسوول عبدالله نیازی هم د بڼوالوستونزې مني او وایي سږ کال له هېواده بهر د تازه میوو صادرات کم دي، ځکه یې په کوردننه د میوو پربیو منفي اغېزکړی دی. 

نیازي زیاته کړې، چې بغلان کې د تازه میوو ساتلو ۷ سړې خونې شته خو معیاري نه دي او بڼوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره یې څو ورځې وړاندې وزارت ته د معیاري سړو خونو جوړولو طرحه استولې چې په جوړېدو به یې تریوه بریده په دغه ولایت کې د تازه میو ساتلو اسانتیا رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته