بغلان کې د ۶۲ جوړو ډلییز واده ترسره شو

کابل، د لیندۍ ۱۵مه، باختر
د بغلان په مرکز پلخمري کې د سیلاب خیریه بسټ له لوري د ۶۲ جوړو د ډلییز واده مراسم د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې چې د مرکز او بیلابیلو ولسوالیو څخه سلګونه کسانو، حکومتي مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو پکې برخه اخیستې وه ترسره شو.
د سیلاب خیریه بنسټ مشر حاجي سیداحمد سیلاب وویل چې د دې مراسمو موخه د لوړ ولور پر وړاندې مبارزه، د بېوزلو او یتیمو کورنیو سره مرسته، او په ټولنه کې د ودونو د ناسمو دودونو ختمول دي.
وموړي وویل چې زیاتره ځوانان د لوړ ولور له امله اړ دي چې کلونه په بهرنیو هیوادونو کې مزدوري وکړي.
ورته مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي په خپلو خبرو کې د دې ولایت له ټولو پانګه والو او شتمنو وغوښتل، چې په دودیز ډول دې د ډلییز ودونو د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي.
همدا راز د بغلان د امرباالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي خلیل الرحمن راشد وویل چې کورنۍ دې ولور کم کړي، د ناسمو دودونه پیروي دې پریږدي او د میرمنو شرعي حقونو ته دې ژمن پاتې شي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي رشید خان چې د ډلییز واده په ترڅ کې یې خپل زوم ته بشپړ ولور معاف کړی و، وویل چې په ټولنه کې باید د لوړو ولورونو پر ضد مبارزه وشي او یوازې شرعي مهر دې اخیستل شي.
دوه زومانو محمدیار احمدي او نعمت الله له سیلاب خیریه بنسټ څخه مننه وکړه چي د دوی د واده مراسمو په ترسره کولو کي ورسره مرسته کړې، خو غوښته کوي چې کورنۍ باید خپل زومان مجبوره نه کړي چې د دوی غوښتنو لپاره کلونه- کلونه په بهرنیو هیوادونو کې مزدورۍ ترسره کړي.
په مراسمو کې د بغلان ولسونو، قومي مشرانو، او دیني عالمانو د پرېکړه‌لیک متن ولوستل شو، چې پکې د زیات ولور اخیستل، د ناسمو دودونو پیروي، او ګڼ نور ناسم دودونه منع اعلان شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته