کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت په بغلان کې د ۶۰ زره ډالرو په لګښت د یوه تحکیماتي دېوال د دوهمې برخې (لاټ) او د یوه سربند د جوړېدو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې دغه پروژه په خنجان ولسوالۍ کې د ۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پلې کېږي چې د تحکیماتي دېوال دوهمه برخه یې ۱۳۳۰ متره اوږدوالی او یو متر لوړوالی لري.
یاد وزارت زیاته کړې چې دغه پروژه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ پلې کېږي.
باید وویل شي چې نن په پنجشېر کې هم د یادې ادارې په مالي د ۳۷۴ زره او ۴۳۶ ډالرو په لګښت د ۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.