کابل، د زمري ۱۴ مه، باختر
د پلخمري ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د پلخمري ښاروال مولوي عبداللطیف مظلوم د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د فرعي سړکونو د رغولو چارې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي، چې په کې شاوخوا ۲۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.