کابل، د وږي ۲۴مه، باختر
د بغلان د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امر قاري امیرمحمد امیري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د لسګونو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې دوستانه سیالۍ د نهرین د خلکو په مالي ملاتړ او د کورش فدراسیون په همغږۍ ترسره شوې چې ورزش ته د ځوانانو هڅول د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه وه.
د غېږنیونې یوتن مینه وال رحیم الله وویل، غېږنیونه د افغانستان له لرغونو دودیزو لوبو څخه ده او دی له کوچینوالي له دې لوبې سره مینه لري.
ورته مهال، د یادو سیالیو یو ګډون وال پهلوان حمزه وايي، دغه ډول دوستانه سیالۍ ځوانان ورزش ته هڅوي او ترڅنګ یې د ځوانانو وړتیاوې هم پهکې ډېرېږي.