خبرونهورزش

بغلان کې د ۲۸ ټېمونو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نجیب حقیار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د لېندۍ ۲۶ مه، باختر

د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمریت د والیبال فدراسیون په همغږۍ د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي د ځايي اوسېدونکو له لوري  د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د  نجیب حقیار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بغلان د بدني روزنې او سپورټ آمر قاري محمد امیر امیري وايي، چې دغه لوبې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۲۸ لوبډلو ترمنځ په حذفي سیسټم پیل شوې وې، چې موخه یې د لوبغاړو هڅول، د والیبال لوبې ته وده ورکول او دغه راز په ټولنه کې د سالمو رقابتونو دودول وو.

امیري زیاته کړه، چې د دې سیالیو پایلوبه د سمنټ غوري او نجیب حقیار د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د نجیب حقیار ټیم وکولی شول د درې میدانونو په ګټلو سره سیمنټ غوري ټیم ته ماتې ورکړي او د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.

د والیبال لوبغاړي وايي، چې دغه ډول لوبې د سالمو رقابتونو د دودولو او دغه راز د ورزش د ودې په برخه کې ډېرې ګټورې دي او اړتیا ده، چې په کلیوالي سیمو کې د سالمې تفریح په موخه لا زیاتې دغه ډول لوبې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته