کابل، د وږي ۸مه، باختر
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په لارښوونه بغلان کې د رسمي ثبت کلپونو په کچه کلنۍ لوبې د ۱۱ رسمي کلپونو ترمنځ پیل شوې.
د بغلان د کرکټ د پراختیايي څانګې استازي ظریف خان احمدزي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه لوبې د افغانستان د کرکټ بورد په ځانګړې لارښونه په بغلان کې پیل شوې چې ۱۱ رسمي کلپونو په کې برخه اخیستې او په دوه ګروپونو کې لوبېږي.
احمدزي زیاته کړه چې دا یو ورځنۍ لوبې به ۳۴ ورځې دوام وکړي، چې موخه یې د تکړه لوبغاړو په نښه کول او دغه راز هېوادوالو ته د سالمې تفریح رامنځ ته کول دي.
د یادونې وړ ده چې د انټرکلب سیالیو په لومړۍ لوبه کې د اتل حسین خېل او اخلاق یار کرکټ کلپونو تر منځ ترسره شوه چې پکې اخلاق یار کرکټ اتل کرکټ کلپ ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.