بغلان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۲ مه، باختر
د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالۍ د خراسان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بغلان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال محمداعظم اکرم زاده وویل، چې دا سیالۍ یوه میاشت وړاندې د کیله ګي په سنګ سوراخ لوبغالي کې د فوټبال د ودې په موخه پیل شوې وې، چې په پایلوبه کې یې خراسان لوبډله وتوانیده چهل غوري لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې سیالیو غوره ګول وهونکی احمد فیاض قادري، غوره لوبغاړی ربیح، غوره ګول کیپر ضیاالرحمن او غوره دفاع کوونکی خیال محمد وټاکل شول.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د ورزش له امریت څخه وغوښتل چې خلکو ته د سالمې تفریح د برابرولو لپاره دې دغه ډول سیالۍ نورې هم جوړې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته