خبرونهټولنه

بغلان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر
نن مازدیګر مهال د بغلان – کابل په لویه لاره د خنجان ولسوالۍ اړوند د پل ملخان په سیمه کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي وایي، چې په دغه پېښه کې موټرچلوونکي خپل ژوند بایللی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
په خنجان ولسوالۍ کې د دې پېښې عیني شاهدان وایي، چې ټپیان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته