خبرونهټولنه

بغلان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د چنګاښ ٥مه، باختر
د بغلان امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٩ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند باختر آژانس ته ويلي، چې دغه پېښه د بغلان د خوست ولسوالۍ اړوند په کوتل سچي سیمه کې د فیلډر ډوله موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې چې په کې د ښځو په ګډون ٦ تنه مړه شوي او د ماشومانو په ګډون ٣ نور ټپیان شوي دي.
د پېښې ټپيان د بغلان د خوست ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
مسوولینو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته