خبرونهاقتصاد

بغلان کې د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل، د چنګاښ ۱۶ مه، باختر

د بغلان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوه کانال د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د انجنیرۍ برخې مسوول انجنیر محمد وسیم رشیدي د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې د خنجان ولسوالۍ اړوند په دروازه سیمه کې د مالیې وزارت له لوري د ۱ میلیون ۳۵۱ زره افغانیو په لګښت د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د اوبو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. 

نوموړي زیاته کړه، چې د یاد کانال د کار په جریان کې لسګونه تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه. 

هېره دې نه وي، چې دغه کانال به د یادې سیمې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته