خبرونهورزش

بغلان کې د کرکټ پیل شوی ټورنمنټ د هېواد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد

کابل، د غبرګولي ۱۹مه، باختر 

د بغلان د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د کرکټ پیل شوی تورنمنټ چې ۱۶ لوبډلو پکې برخه اخیستې وه د مرکزي بغلان د هېواد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر قاري محمد امیر امیري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دې تورنمنټ کې د مرکز پلخمري  په ګډون د ډنډغوري او مرکزي بغلان ولسوالیو ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبه د مرکزي بغلان د هېواد لوبډلې او وحید افغان کلب ترمنځ ترسره شوه چې د مرکزي بغلان هېواد لوبډلې په شپږو اورونو کې د وحید کرکټ کلب له لوري ورکول شوې ټارګېټ چې ۶۵ منډې وې پوره او د دې تورنمنټ اتلولي په خپل نوم کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو موخه په دغه ولایت کې د کرېکټ لوبې ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته