بغلان کې د ډنډغوري ادبي ماښام مشاعره ترسره شوه

کابل، د غوايي ١٤مه، باختر
د بغلان ولایت په ډنډغوري کې د دې ولسوالۍ ځوانانو له لوري د ډنډغوري ادبي ماښام مشاعره ترسره شوه چې پکې مسؤلینو، شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د مشاعرې په پیل کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د مشاعرو او ادبي ماښامونو جوړول د ځوانانو او ادبي بهیرونو له لوري د شعر د پراختیا او شاعرانو د هڅونې لپاره مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې په وروستیو درې کلونو کې په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست سره په همغږۍ د ځايي لیکوالو، شاعرانو او فرهنګیانو له لوري د پام وړ ادبي هڅې زياتې شوې دي.
د یاد ولایت د پوهنتون استادانو، فدامحمد فدایي او رحیم الله ګهیځ د فرهنګیانو د ادبي ذوق د خړوبولو لپاره ادبي ماښامونه، غزل شپې او مشاعرې مهمې وبللې او له شاعرانو یې وغوښتل، چې په خپل شعر کې دې د لا ښه تغزل او هُنریت په پام کې نیولو سره په بېلابېلو ادبي سبکونو او ژانرونو کې تلپاتې شاعري ترسره کړي.
د ډنډغوري د ځوانانو په استازیتوب رسول خان سادات وویل، چې د امن او ټیکاو په راتلو سره هڅه کوي د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې ورته ادبي او شاعرانه پروګرامونه ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د بغلان ولایت له ګوټ ګوټ څخه راغلو شاعرانو په دغه مشاعره کې غنایي، حماسي او تصوفي شعرونه دکلمه کړل، چې منځپانګه یې مینه، وطن پالنه، دیني ارزښتونو ته د خلکو پام راجلبول، د نظام ملاتړ او د ولس د دردونو، پرمختګونو او محکومیتونو انعکاس وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته