بغلان کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا ۹ ترانسفرمرونه نصب او منتاژ شوي

کابل، د مرغومي ۲۷ مه، باختر
د بغلان ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا ۹ ترانسفرمرونه نصب او منتاژ کړي، چې څه باندې ۱۶۰۰ کورنیو ته یې برېښنا رسولې.

د بغلان د برېښنا ریاست د مطبوعاتو همغږي کوونکي رامین خرم باختر ژانس ته وویل، چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لګښت د ۱۴ میلیونه، ۷۲۹ زره افغانیو په ارزښت د برېښنا ۹ ترانسفرمرونه نصب او منتاژ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې ترانسفرمرونو په نصب سره ۱۶۷۳ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې دي.
د نوموړي په وینا شپږ ترانسفرمرونه هم چې بېلابېلې وړتیاوې لري د سوداګریزو سیمو د مسوولینو، صنعتي سیمو مسوولینو او د دولتي ادارو له لوري خریداري شوي او د بغلان برېښنا ریاست یې د نصب او منتاژ چارې ترسره کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته