بغلان کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۴ مه، باختر
د بغلان د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له لوري د دې ولایت د مرکزي بغلان په انارخېلو سیمه کې د یوه کانال د جوړولو او پخولو چارې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي.
د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالداري د طبعي سرچینو آمر محمد ابراهیم عثماني وویل، چې دغه کانال ۷۸۸ متره اوږوالی، ۱۴۰ سانتي پلنوالی او ۱۷۰ سانتي ژوروالی لري، چې په بشپړېدو سره به یې ۵۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.
هغه زیاته کړه چې په دې پروژه کې ۵۰ تنو ته د کار زمینه برابرېږي او کارونه به یې په دوه میاشتو کې بشپړ شي.
د مرکزي بغلان د ولسوال مرستیال عمیرځاځی د ورته ودانیزو او پراختیایي پروژو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې دغه ولسوالۍ د ودانیزو او پراختیایي پروژو پلي کېدو ته چمتو ده او دوی یې د امنیت تامین ته ژمن دي.
د انارخېلو د سیمې قومي مشر غلام نصیر خوښي وښوده چې له کلونو وروسته یې په خپله سیمه کې د ودانیزې پروژې چارې پیل کیږي او ادعا یې وکړه چې پخوانۍ ادارې د پروژو په پلي کولو کې له دې سیمو سره د مور او میرې چلند کاوه.
د انارخېلو د سیمې بزګر محمد داود وویل، چې د دې کانال په جوړولو او پخولو سره به د دوی په کرنیزو حاصلاتو کې زیاتوالی راشي او د اوبو په سالم مدیریت کې به ګټور تمام شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته