بغلان کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د پنځو ولایتونو په کچه د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې (بزکشي) دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د وزلوبې فدراسیون امر سردار خان باختر اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ په پلخمري ښار کې ترسره شوې چې په کې د بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو ۸۰ چاپندازانو ګډون کړی و.
نوموړي زیاته کړه چې دا سیالۍ هر کال په منظم ډول د دې لپاره ترسره کېږي چې د وزلوبې دود ژوندی وساتل شي او ځوانان دې ملي لوبې ته وهڅول شي.
هېره دې نه وي، چې ګډونوالو او ننداره چیانو د یادو سیالیو په ترسره کېدو خوښي ښودلې او له مسوولینو یې د ورته نورو سپورټي سیالیو د تنظیم غوښتنه کړې ده.