خبرونهاقتصادټولنهTOP

بغلان کې د وطني غالیو صنعت وده کړې 

کابل، د زمري ۲۷ مه، باختر

بغلان کې د وطني غالیو تولیدونکي په دې ولايت کې د خپل کاروبار له غوړېدو خوښ دي او وايي، چې اوس د‌ وطني غاليو بهرنيو هېوادونو ته په صادرېدو سره یې په کارونو کې ښه والی راغلی دی.

د بغلان اوسېدونکې نسیمه چې د پلخمري په چپ دریا سیمه کې د غالیو په اوبدلو بوخته ده وايي، چې مخکنیو کلونو ته په پام سره په ورستیو کلونو کې د غالیو صنعت وده کړې چې ورسره سم یې د تقاضا کچه هم لوړه شوې ده.

هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په مخکې کلونو کې د غالیو لپاره تقاضا کمه وه او دې چارې د غالیو تولیدونکي سخت ناهیلې کړي و او اوس چې صنعت یې وده کړې خوښ دي.

د بغلان د خواجه الوان د سیمې د غالیو جوړونکې شکیبا وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې سږ کال کاروبار پرمختګ کړی او په وینا يې سږ کال د دوی غالۍ په پراخه کچه بهرنيو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

 له بلې خوا غالۍ اوبدونکي نصرالله او فروز په یاد ولایت کې د غالیو اوبدونکي د کاري زمینو زیاتوالي په اړه وايي، د وطني غاليو د اهمیت او نړیوال شهرت سره د غالۍ اوبدونکو په ملاتړ خلکو ته د کار لا زمینه برابره شوې ده او نور هم د لاسي توکو د ودې لپاره مسؤلین هڅې کوي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی او کلتور آمر مولوي عزت میرحقاني وايي،  چې د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره یې د غالیو د صنعت د ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې دې صنعت کارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د هغوی تولیداتو ته یې بازار موندنه کړې څو پیر او پلور یې زیات شي.

حقاني وویل، چې په دغه ولایت کې له ۵۰۰ زیاتې کورنۍ د غالیو په جوړولو بوختې دي، چې ډېرې یې په کلیوالي سیمو کې فعالیت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته