بغلان کې د فوټبال جام سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل د مرغومي ۳۰مه، باختر
د بغلان ولایت د فوټبال فدراسیون مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د فوټبال جام پیل شوې سیالۍ د پنځه ستورو لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.
د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون مسوول محمد ګل مسکینیار باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یوه میاشت مخکې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال جام سیالۍ پیل شوې، چې پایلوبه کې د پنځه ستورو لوبډلو د عزیزان بابا لېسې لوبډلې ته ۱ــ ۰ ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده، چې یادې لوبې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او دوستې په موخه په لاره اچول شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته