کابل, د وږي۹ مه, باختر
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د فتحې د درېیمې کالیزې په ویاړ شپنۍ مشاعره ترسره شوه چې د دې ولایت د بېلابېلو سیمو لسګونه شاعرانو، لیکوالانو، دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو، ځوانانو او مسؤلینو په کې برخه اخیستې وه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د مشاعرې د پرانیستې پر مهال وویل، چې په دغه ولایت کې د ادب ودې ته په پراخ ډول کار شوی او شاعرانو ته زمینه برابره شوې څو خپل دروني احساسات په منظوم ډول د ټولنې د سمون په موخه خلکو ته وړاندې کړي او د ذوق د خاوندانو ادبي تنده پرې خړوبه کړي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره شاعران او لیکوالان د سپېڅلې ازادۍ لپاره حماسي شعرونه وايي او د غربي ډیموکراسي پرضد مبارزه یې د شعرونو او لیکنو یوه برخه ده.
په دې مشاعره کې د بغلان له ګوټ ګوټ څخه راغلو پښتنو، دري ژبو، ازبیک او د هزاره توکم شاعرانو شعرونه دکلمه کړل چې د ګڼو شعرونو منځپانګه یې د هېواد د ازادۍ ساتل، د قومونو ترمنځ د یوالي ډاډمنېدل، د ولس تر منځ د خواخوږۍ زیاتوالی، د ټولنیزو ستونزو انعکاس، وطن پالنه او ولس پالنه وه.
په دې مشاعره کې ګډونوال شاعر حاجي ذکرالله ملنګ وویل، چې دغه ډول شپنۍ مشاعرې چې په هر ډول مناسبت ترسره کېږي خو ترسره کېدل شاعرانو ته روحیه ورکوي څو خپلې پنځونې زیاتې او شعرونه ولیکي.
9 1 دقیقه لوستل