خبرونهاقتصادټولنهTOP

بغلان کې د سېلابونو راوتلو له امله تر ۵۰ تنو زیات کسان مړه شوي

کابل، د غوايي ۲۲مه، باختر

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان، برکې او پلخمري ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتو له امله تر ۵۰ تنو زیات مړه شوي دي.

د بغلان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي هدایت الله همدرد وویل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په پلخمري، برکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د نننیو سیلابونو د راوتو له امله ۵۰ تنه مړه شوي، چې ډېره مرګ ژوبله یادو سېلابونو د مرکزي بغلان په لقیانو او شیخ جلال سیمو کې رامنځ ته کړې.

همدرد زیاته کړه، چې د سیمې د اوسېدونکو او ډاکټرانو په وینا، ښایي د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شي، ځکه د هر ساعت په تېرېدو سره مړه او ټپیان د مرکزي بغلان او نورو سیمو روغتونونو ته لېږدول کېږي.

د نوموړي په خبره تر اوسه پورې معلومه نه ده، چې په دې سېلابونو کې څومره ماشومانو او مېرمنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې د ژغورنې ټیمونه د پلخمري، برکې او مرکزي بغلان هغو سیمو ته رسېدلي، چې د سیلاب څپې پکې زوروې وې، چې ګڼ کسان یې ژغورلي او لاهم دغه ټیمونه هڅه کوي چې په برکې او مرکزي بغلان کې په سېلاب کې بند کسان وژغوري

هاشمي زیاته کړه، چې ولایتي اداره سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه پورته کوي او په عملي ډول د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست یوه اندازه خیمې او روغتیایي کېټونه دغو ولسوالیو ته رسولي دي.

د مرکزي بغلان د لقیانو د سیمې اوسېدونکي عبدالبشیر وویل، چې د حکومتي مسؤلینو تر څنګ د سیمې خلک هم هڅه کوي چې په سیلاب کې بند کسان وژغوري.

هغه وویل، چې په سېلاب کې د مړه شوو کسانو شمېر تر ۶۰ کسانو لوړ دی او غوښتنه کوي، چې د خلکو د لاسنیوي په موخه دې حکومتي مسؤلین هلې ځلې ترسره کړي.

په همدې مهال روغتیایي مسؤلین وایي، چې د ټپیانو د درملنې په موخه د دوی هلې ځلې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې په جدي توګه دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته