خبرونهاقتصاد

بغلان کې د زغرو حاصلات د تېرکال په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي دي

کابل، د وږی ۱۴ مه، باختر

د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې سږ کال په دې ولایت کې د پر وخت اورښتونو له امله د زغرو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د  بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تیلي او صنعتي نباتاتو د ودې او ترویج مدیر خلیق محمدي وايي،  چې سږ کال په دې ولایت کې د زغرو حاصلات ۵۰ سلنه زیات شوي او لامل یې هم په للمي سیمو باندې د بارانونو پر وخت اورښت دی.

کروندګر شمس الله چې د بغلان ولایت په بایسقال سیمه کې په ۱۰ جریبه ځمکه کې زغر کرلي وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ځکه د زغرو حاصلات ښه دي چې اورښتونو سږ کال په مناسبه وختونو کې ترسره شول.

د نهرین ولسوالۍ بل کروندګر  سید انور وايي، چې حکومت دې ورته پر وخت اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره او نور اړین توکي چې د زغرو په کرنه کې کارول کېږي وویشي څو په دغه ولایت کې د زغرو کرکیله د پام وړ وده وکړي.

بل لور ته د بغلان په مرکز پلخمري کې هغه فابریکې چې د زغرو تیل تولیدوي  مسؤلین یې د زغرو د حاصلاتو زیاتوالي ته خوښ دي او هیله یې داده چې سږ کال به دوی په پراخه کچه د زغرو تیل تولید کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته