بغلان کې د «زرغون چاپیریال ساتنې» تر شعار لاندې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو
کابل، د کب ۸ مه، باختر
د بغلان ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست له لوري په دې ولایت کې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کینولو پسرلنی کمپاین پیل شو، چې په ترڅ کې به یې د دغه ریاست له لوري ۸۵ زره نیالګي د بغلان په بېلابېلو برخو کې کېنول شي.
د بغلان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رییس قاري محراب الدین بلال وويل، هڅه کوي څو راتلونکي کال کې ۸۵ زرو څخه ډېر مېوه لرونکي او بې میوې نيالګي د بغلان په بېلا بېلو سیمو کې کینوي.
د ولایت مقام ریاست دفتر رئیس مولوي لعل جان راشد وویل: « د هېواد هر وګړي دا مسؤولیت او وجیبه ده تر څو د خپل هېواد په سمسورتیا کې ونډه واخلي او خپل هېواد سمسور کړي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وايي، چې د دې ولایت اوسېدونکي دې د نیالګیو کینولو او د نیالګیو د ساتنې او پالنې کلتور عام کړي او هم دې هڅه وکړي، څو په خپلو کروندو کې د نیالګیو کینولو ترڅنګ د ونو او ځنګلونو د پرې کولو څخه لاس واخلي.
د یادونې وړ ده، چې څه اوونۍ وړاندې د بغلان د چاپیریال ساتنې ادارې له لوري هم د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شوی و، چې په دې سره په دواړو کمپاینونو کې ۳۸۵ زره نیالګي په دې ولایت کې کینول کېږي.
نورګل اندړوال