خبرونهفرهنګTOPټولنه

بغلان کې د راوتو سېلابونو د مرګ ژوبلې شمېر ۴۳۰ تنو ته ورسېد

کابل، د غوایي ۲۶مه، باختر 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو د یوه خبري کنفرانس پرمهال په بغلان کې وویل، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو د راوتو له امله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او دغه راز ۴۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت  د نشراتو معینیت سرپرست او د باختر آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل وویل، چې د راوتو سېلابونو له امله په دغه ولایت کې ۱۶۵ کسان شهیدان، ۲۶۵ کسان ټپيان شوي، څه باندې ۴۰۰۰ کورونه په ټولیز ډول او څه باندې ۲۰۰۰ کورونه قسماً ویجاړ شوي او دغه راز  ۱۰۰۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د ولایت مقام له لوري یوه ځانګړې کمیټه جوړه شوې او دغه راز د اردو، پولیسو او ټولو دولتي ادارو په هڅو پر وخت په دغه ولایت کې د ژغورنې عملیات ترسره شوي او ۱۰۰۰ هغه کسان یې ژغورلي چې د سېلاب له خطر سره مخ وو.

هاشمي وویل، چې ټولګټو وزارت د نورو وزارتونو سره په همغږۍ او همکارۍ د بغلان د برکې، جلګې، خوست، نهرین او فرنګ ولسوالیو بندې لارې خلاصې شوي او زمینه یې برابره کړې څو اړوندې ادارې پر وخت ټپیان، درمل او نور اړین توکي تر سېلاب ځپلو سیمو ورسوي.

دغو مسوولینو وویل، چې عامې روغتیا ریاست د ملي دفاع وزارت د چورلکو په مرسته د سلګونه ټپیانو او ناروغانو پر وخت درملنه کړې او لاهم د بغلان په سېلاب ځپلو سیمو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته