خبرونهټولنه

بغلان کې د ترافیکي پیښې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کابل، د غوايي ۳۱مه، باختر

د بغلان د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز پلخمري په بندر ترانسپورت سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني وايي، چې تېره شپه دوه ۵۸۰ ډوله موټرو په بندر ترانسپورټ سیمه کې د ټکر له امله یې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

برهاني زیاته کړه چې په ټکر شوو موټرو کې یو ۵۸۰ ډوله موټر د یوه کور د استوګنې له کوټې سره هم ټکر شوی چې په پایله کې یې د دې کور څلور غړي او یو تن هم د موټر سورلۍ مړه شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بغلان اوسېدونکي وايي، چې د ترافیکو مدیریت باید د لویو لارو په اوږدو کې د ټولو باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو د زیات سرعت مخنیوی وکړي څو دغه ډول زړه بوږنونکې پېښې رامنځ ته نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته