کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر
د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ اړوند د بغلان ـ کابل پر لویه لاره کې د ترافيکې پېښې له کبله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې؛ دغه پېښه په یاده سیمه کې د یو دوهزار ډوله او مازدا موټر د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د پېښې د تائيد ترڅنګ وویل چېکور په دغه ترافيکي پېښه کې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۴ ماشومانو په ګډون ۷ تنه نور پکې ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره د پیښې ټپیان د خنجان ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.