کابل, د زمري ۲۰ مه, باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخند زاده بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د مرکزي بغلان په تیموریان کلي کې د اوبو یو کوچني بند پرانیسته وکړه.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د یاد بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي چې دغه بند د ۴ میلیونه ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی, چې د ځمکې لاندې اوبو د زېرمه کولو, د سېلابونو د مخنیوي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې ډېر ګټور دی.
هغه ویلي:”اسلامي امارت د عمراني پروژو پلي کولو ته ژمن دی او موږ نه غواړو د پور په اخیستو سره خپل ملت د بهرنیو هېوادونو احسان مند کړو”
ورته مهال د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي بیا ویلي چې دغه بند ۳۵ متره اوږدوالی او څلورنیم متره سور لري, چې د ۱۲ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
دغه راز د سیمې اوسېدونکي د یاد بند په جوړېدو خوښي څرګندوي او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.
7 1 دقیقه لوستل