خبرونهاقتصادټولنه

بغلان کې د اوبو رسولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د زمري ۲۰ مه، باختر

په بغلان کې د عمري قول اردو اړوند په زید بن حارثه «رض»  لوا کې د اوبو رسولو  د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زید بن حارثه «رض» د لوا ویاند بلوچ زاده عمري بلخي وايي، چې د اوبو رسولو دغه پروژه ۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې د کندز- بغلان د سیند په څنډه کې د بوغابي کوتل سره نژدې جوړه شوې چې د دوه اینچه اوبو د لیږد وړتیا لري.

د زید بن حارثه «رض» د لوا د تسهیلاتو آمر ملا عبدالهادي عرب وویل، چې دا پروژه د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت بشپړه شوې چې یو میلیون افغانۍ یې د ملي دفاع وزارت له لوري او ۵۰۰ زره افغانۍ یې د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکول شوي دي. 

د یادونې وړده، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره په زید بن حارثه « رض » لوا کې د اوبو د نشتون ستونزه په بشپړ ډول لمنځه تللې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته