خبرونهورزش

بغلان کې د آشي ها کاراټې هغه لوبغاړي وستایل شول، چې د آسیا – اروپا سیالیو کې یې اتلولي خپله کړې وه

کابل، د سلواغې ۱۷ مه، باختر

د بغلان د بدنې روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ د ولایت مقام له لوري د آشي ها کاراټې هغه لوبغاړي وستایل شول، چې د آسیا – اروپا سیالیو کې یې اتلولي خپله کړې وه.

د بغلان د بدني روزنې او سپوټ آمر قاري محمد آمیرآمیري وویل: «  د آسیا – اروپا  په بین المللي لوبو کې چې ۱۲ هېوادونو برخه اخیستې وه،  د افغانستان څخه تللو دوه لوبغاړو ، احسان الله مسعود او هدایت الله نوري چې نن بغلان ته راستانه شوي د طلا او برونزو مډالونه ګټلي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د لوبغاړو دغه ویاړنه په ټول هېواد پورې اړوند وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې د ورزش ټولې څانګې د سیمه يیز حکومت سره بشپړې همغږۍ فعالیتونه ترسره کوي او ټولې برخې یې فعالې دي.

د بغلان ولایت مقام په استازیتوب د دفتر رییس مولوي لعل جان راشد لوبغاړو ته ډاډ ورکړ، چې سیمه ییزه اداره په دې ولایت کې له لوبغاړو سره هر راز مرستې ته ژمنتیا لري او په پوره توان سره به هڅې وکړي، څو بېلابېلې لوبې لا وغوړېږي.

لوبغاړي احسان الله مسعود چې خپل درې سیالان مات کړي او د طلا مډال یې ګټلی وايي، چې په دغو لوبو کې دوی خپله اتلولي د افغانستان د خلکو لپاره ښودلې څو د افغانانو په شونډو خوښي راولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته